ټولنه

په جوزجان کې سلګونو کورنيو مرستې ترلاسه کړې

کابل/ د ليندۍ٢٩مه / باختر:
د جوزجان ولايت په مرکز شبرغان ښار او د دغه ولايت په اقچې ولسوالۍ کې پرون په ٤٩٠ کورنيو خوراکي او غير خوراکي توکي وويشل شول.
د جوزجان ولايت د مهاجرينو د راستنولو د چارو رياست مسوولين وايي چې دغه مرستې په شبرغان ښارکې په ٢٢٠ کورنيو اوپه اقچې ولسوالۍ کې په ٢٧٠ کورنيو وويشل شوې.
د جوزجان ولايت د مهاجرينو د راستنولو چارو رياست مالي او اداري مدير حميدالله باخترآژانس ته وويل؛ په ٤٩٠ جګړه ځپلو کورنيو په هرې کورنۍ ٢ بورې اوړه، ٢٥ کيلو وريجې، ١٤ کيلو لوبيا، ١٤ کيلو بوره، ١٥ ليټره غوړي، ٢ کيلو چاى، ٢ شړۍ، د ګازو يو ډبه او د اوبو يو پلاستيکي سطل وويشل شول.
هغه زياته کړه: دغه مرستې په المان کې د افغان رضاکارو ښځو د بنسټ او د يونين ايد د دفتر له خوا د جوزجان ولايت د مهاجرينو د راستنولو چارو رياست په همغږۍ وويشل شوې.
په همدې حال کې دغو جګړه ځپلو کورنيو د دغو مرستو هرکلى وکړ او ويې ويل چې هغوى د ژمي په رارسېدو سره له زياتو چلنجونوسره مخ شوي دي او زياتو مرستو ته اړتيا لري.
پاى \ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته