ټولنه

په جوزجان کې لسګونوماشومانو ژمنۍ جامې ترلاسه کړې

کابل /دمرغومی ۱۸مه /باختر
د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د درخشان مدنی ټولنې او د سرایش راډیو په همکارۍ پرون په ۱۶۰ماشومانو او بېوزلو ښځو ژمنۍ جامې ووېشلې.
د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو د ودې او روزنې د مرکزمدیر حامد حمیدی باخترآژانس ته وویل: یوه اوونۍ مخکې په شبرغان ښار کې د (همدلي خیمې په نامه) د ژمنیو جامو د راټولولو کمپاین پیل شوی و، چې د ۱۶۰تنو لپاره د خیر غوښتونکو اشخاصو په همکارۍ ژمنۍ جامې راټولې شوې.
یو شمېر بې وزلو او کارګرو ماشومانو چې مرسته تر لاسه کړې وايي مرستندویه موسسې دې خپلې مرستې زیاتې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د جوزجان د ا‌طلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو لوی مدیریت یوه اوونې مخکې د وینې را ټولولو کمپاین پیل کړی و چې ۲۵۰۰سي سی وینه یې د ماشوم د روغتیا روغتون د وینې بانک ته ورکړه چې د وینې په سرطان داخته ماشومانو د درملنې لپاره و کارول شي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته