خبرونهټولنه

په جوزجان کې لسګونو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د مرغومي ۲۷ مه / باختر
په جوزجان کې څه دپاسه ۱۰۰ بېځايه شويو کورنيو مرسته ترلاسه کړه.
د جوزجان د مهاجرينو د راستنولو چارو رييس باختر آژانس ته وويل چې۱۳۰ کورنۍ چې د نا امنيو له امله بېځايه شوې او په شبرغان ښار کې ځاى پرځاى شوې دي، نن نړيوالو مرستندويو موسسو او د مهاجرينو د راستنولو چارو رياست له هغوى سره مرسته وکړه.
د جوزجان د مهاجرينو د راستنولو چارو رييس عبدالملک رستمي وويل: پر هرې کورنۍ روغتيايي بستې، ژمنې جامې او ۹۰۰۰ افغانۍ نغدې پيسې وېشل شوې.
رستمي زياته کړه چې په دويم پړاو کې به له ۲۰۰ نورو کورنيو سره مرسته وشي.
ختم –ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته