اقتصاد

په جوزجان کې له احتکارکوونکو سره قانوني چلند کېږي

کابل / د مرغومی ۱۸مه /باختر
د جوزجان په لسګونو دیني عالمانو له احتکار سره د مبارزې په خاطرغونډه وکړه او پریکړه یې وکړه چې په جوزجان کې د احتکار مخه ونیول شي.
د باخترآژانس د خبریال د خبرله مخې، د ابوسلیمان جوزجاني د مدرسې سر مدرس شیخ الحدیث ولي الله فقیري وویل د خلکو د بېوزلۍ حالت ته په پاملرنې سره باید د احتکار مخه ونیول شي.
د هغه د څرګندونو له مخې، سیمه ییز او امنیتي مسوولین دیني عالمان او خلک هم مسوولیت لري چې د داسې فعالیتونو مخه ونیسی چې خلکو او ټولنې ته ستونزې رامنځته کوي.
د جوزجان یو دیني عالم مفتي محمد افضل وویل چې د اسلاام په مقدس دین کې احتکار حرام دی او هغه کسان چې له دې لارې پیسې ترلاسه کوي ګناه کوي.
هغه زیاته کړه سوداګر او پانګه وال باید عدل او انصاف په پام کې ونیسي او په بیېوزلو خلکو له ظلم څخه لاس واخلي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته