ټولنه

په جوزجان کې له زرو کورنیو سره مرسته وشوه

کابل / د وري ۱۹مه / باختر
د ترکیې یو خیریه بنسټ نن په جوزجان له زرو اړو کورنیو سره مرسته وکړه.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ د بهرام عثمان او تادیه عثمان خیریه بنسټ د استیناف څارنوالۍ له ریاست سره په همغږۍ پر زرو هغو کورنیو چې له سرپل او فاریاب څخه د نامنیو او طبیعي پېښوله امله شبرغان ښارته استوګن شوې دي، مرسته وکړه.
په دې مرسته کې یوه بورۍ اوړه، یوه بورۍ وریجې او شپږ کیلو غوړي، مالګه، بوره او چای شامل دي چې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت پر یادو کورنیو ووېشل شول.
د جوزجان والي د دغه خیریه بنسټ له نېک اقدام څخه قدرداني وکړه او له نورو مرستندویو بنسټونو او ملي سوداګرو څخه یې وغوښتل چې د روژې په مبارکه میاشت کې د توان تر پولې پورې له اړو کورنیو سره مرسته وکړي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته