ټولنه

په جوزجان کې ٣٠ ښځو د ګلانو د جوړولو حرفه زده کړه

کابل / د لیندی ۱۷مه / باختر
په جوزجان کې د درخشان ټولنې د زده کړیز ورکشاب مسوولان وايي چې په اقتصادي برخه کې د ښځو د توانمندی لپاره د دغه ولایت په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د ګلانو جوړولو زده کړیز پروګرام ترسره کړ.
د درخشان ټولنې رییس محمد بشیرفروغ د باخترآژانس خبریال ته وویل چې دوی په پنځو میاشتوکې ٣٠ ښځوته د ګلانو د جوړولو په اړه زده کړه ورکړې ده.
د فروغ د څرګندونوله مخې، په دې زده کړیز ورکشاب کې ۸۰۰ زره افغانۍ لګول شوې دي.
په همدې حال کې یوشمېرهغوښځوچې د ګلانو جوړولوپه برخه کې زده کړې کړې دي، وايي چې دوی مخکې له دې په کورکې وزګارې وې، خو اوس کولای شي د خپلې کورنۍ په اقتصاد کې ونډه واخلي.
دا لوموي ځل دی چې ښځې د درخشان په مدني ټولنه کې د ګلانود جوړولوپه برخه کې زده کړې کوي .
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته