خبرونهورزش

په جوزجا ن کې اته ورزشي ډګرونه پرانستل شول

کابل – دليندۍ ١٠مه /باختر
په جوزجان ولايت کې اته ورزشي ډګرونه جوړ شوي دي.
په جوزجان کې د اکتيد د دفترمسوول امان الله امين باختراژانس ته وويل چې له دغو ډګرونو څخه د باسکتبال، واليبال، فوتبال، ځغاستې او د فوټسال د لوبو لپاره استفاده کېږي.
خبرځاى زياته کړه چې څلور ورزشي ډګرونه په شبرغان ښار کې ، دوه ډګرونه په اقچې ولسوالۍ کې يو ډګر په خانقا ولسوالۍ او يو ډګر هم د خواجه دوکو په ولسوالۍ کې د څه د پاسه درېو ميليونوافغانيو په لګښت جوړ شوي دي.
د شبرغان يوشمېر ځوانان وايي چې مخکې له دې د ورزش لپاره هيڅ يومناسب ځاى نه درلودل. اوس د دغو ډګرونوپه جوړولو سره د دوىستونزې لرې شوي دي.
ختم- ج- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته