ټولنه

په جوزچان کې يوسړک له قيرکولو وروسته پرانيستل شو

کابل /د وري ١٨مه /باختر
په جوزجان کې د ٨ کيلومترو په اوږدوالي د يوسړک د قيرکولو کار بشپړ شو.
د باختراژانس د سيمه ييزخبريال د خبرله مخې؛ دغه سړک چې د قوشتيپې په ولسوالۍ کې د فوايد عامې وزارت له بودجې څخه د ١١ مېليونوافغانيو په لګښت قير شوى دى نن د جوزجان د والي له خواپرانيستل شو.
د دغه سړک د پرانيستلو په غونډه کې د جوزجان والي محمد هاشم رييس د قوشتيپې ولسوالۍ خلکو ته ډاډ ورکړ چې په نږډې راتلونکې کې د يو ښوونځي ودانۍ د جوزجان د سيمه ييزې ادارې له بودجې څخه جوړوي .
د جوزجان والي د دغه سړک له پرانيستلو وروسته د ښوونځيو په زده کوونکو قلمونه ، کتابچې ، د ښوونځي بيکونه ، جامې اوخوراکي توکي وويشل
ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته