اقتصادټولنه

په خوست کې۳۰ زرو کسانو ته د کار زمینه برابرېږي

کابل / د سلواغې ٢۳ مه / باختر
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولین وايي چې په خوست کې به د ۲،۵ مېلیونو ډالرو په ارزښت ۳۰ زره وګړو ته د کار زمینه برابره شي او د ۴۵ ښوونځیو ودانۍ به هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ دغه څرګندونې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي او د پوهنې وزیرې رنګینې حمیدي په خوست کې یوې غونډې ته وکړې.
کریمي وویل چې دا مهال په خوست کې د کلیو او پراختیا وزارت د ۷۵۹ میلیونو افغانیو په لګښت ۲۴۲ بېلابېلې پروژو چارې بشپړې شوې چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او د ۸۰۶ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۳۳۸ نورو پروژو چارې روانې دي.
هغه زیاته کړه چې په خوست کې به د دونیم میلیونو ډالرو په ارزښت ۳۰ زره هغو کسانو ته چې بې ځایه شوي او یا راستنیدونکي کډوال دي، د کار زمینه برابره شي.
هغه وویل چې د خوست موسی خېلو، سپېرې، قلندر او نور هغو ولسوالیو ته به هم پاملرنه وشي، چې دا مهال یې کم انکشاف کړی او هیله یې وښوده، چې په راتلونکو برنامو کې به یې د خلکو غوښتنو او وړاندیزونو ته پاملرنه زیاته شي.
په دې غونډه کې د پوهنې وزیرې رنګینې حمیدي وویل چې د پوهنې بهیر ښه لوري ته روان دی او دوی به د خوست د خلکو ستونزې، وړاندیزونه له ځان سره یاداښت او د حل لپاره به یې منظم پلان تطبیق کړي.
حمیدي وویل چې د معارف په برخه کې د ښوونکو کمبود او د تدریسي کتابونو کمښت یوه ستونزه ده، خو دوی په داسې یو میکانیزم کار کوي چې حق الزحمه يي ښوونکي په رسمي ښوونکو بدل کړي.
د پوهنې وزیرې رنګینې زیاته کړه چې د۷۵ مېلیونو ډالرو په ارزښت د کتابونو چاپ روان دی، چې تر ډېره به د تدریسي کتابونو د کمښت ستونزه پرې اواره شي.
هغې وویل چې نن ورځ د خوست په بېلابېلو کلیو او ولسوالیو کې ۴۵ ښوونځیو ودانۍ ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي او د هغو زده کونکو لپاره چې سرپناه نه لري د ودانیو جوړول په پلان کې شامل شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته