کابل / د مرغومې ۱۶ مه / باختر
د خوست د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې یې عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې اووه تنه د انسان تښتونې او غلا په تور نیولي دي.
د خوست د امنیې قومندانۍ د معلوماتو له مخې؛ نیول شوي کسان په ګڼو جنايي جرمونو کې ښکېل دي او په لومړنیو څېړنو کې یې پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.
ن/ر
6 د یوې دقیقې څخه لږ