ټولنه

په خوست کې بې جوازه درملتونونه او روغتیايي مرکزونه وتړل شول

کابل / د لیندی / ۲۸ / باختر
په خوست کې بې جوازه درملتونونه او روغتيآيي مرکزونه وتړل شول.
د روغتيايي او درمل پلورنې دغه مرکزونه د فعالیت سند د نه لرلواو د روغتيآيي خدمتونود وړاندې کولو د ټيټ کيفیت او هم د بې کيفیته درملو د پلورنې په دلیل وتړل شول.
د خوست د عامې روغتيا رییس صاحب ګل خالد باختراژآنس ته وویل چې د دوی د څارنې ډلې د څه نا څه یوې اوونۍ په بهیرکې وکولای شول د روغتيآيي او درملتونونوڅومرکزونه د سرغړونې په دلیل وتړلې.
هغه د روغتيايي او درملتونونو د مرکزونوخاوندانوته خبرداری ورکړکه چېرې د بې کیفیته درملو په پلورنې ، د غیرقانوني په فعالیت او د بې کیفیت روغتيايي خدمتونوپه وړاندې کولولاس پورې کړي له قانوني چلند سره مخ کېږي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته