فرهنګ

په خوست کې د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست د مطبوعاتو نړيوالې ورځې په مناسبت علمي سيمينار جوړ کړ

کابل \ د غویي1٤مه \ باختر
د باخترآژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ په دې سيمينار کې د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي استاد پوهنيار فاروق جان منګل د مطبوعاتو د آزادۍ په اړوند معلومات وړاندې کړل.
په همدې حال کې د خوست د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس محمد انورزاهد د مطبوعاتو د آزادۍ په تاريخ او ارزښت خبرې وکړې، هغه وويل چې د مطبوعاتو د نړيوالې ورځې نمانځل خلک د مطبوعاتو په ارزښت پوهوي.
زاهد زياته کړه چې دولت د بيان آزادي ته ژمن دى او د رسنيو کارکوونکو ته يې ډاډ ورکړ ستاسو هر ډول قانوني ستونزو ته به پر وخت رسيدګي کېږي.
هغه د رسنيو له کارکوونکو غوښتنه وکړه چې د نشه يي توکو د زيانونو او د کرونا ويروس د واکسين د تطبيق په برخه کې عامه پوهاوي وکړي چې خلک واکسين تطبيق کړي او د کرونا ويروس له وژونکي ناروغۍ څخه وژغورل شي.
پاى \ وصال \

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته