امنیت

په خوست کې د جنايي جرمونو په تړاو ۱۵ تنه ونیول شول

کابل / د تلې ۷ مه / باختر
په خوست کې د اسلامي امارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي محمد صابر صابري وايي چې په دغه ولایت کې یې ۱۵ تنه د وسله والې غلا، انسان تښتونې، نشه يي توکو د پېراو پلور او وسلې د قاچاق په تور نیولي دي.
د خوست د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي محمد صابر صابري باختر اژانس ته وویل چې دغه کسان د تېرې یوې اوونۍ په اوږدو کې نیول شوي او دوسیې یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
په همدې حال کې د خوست امنيه قوماندان مولوي محبوب شاه قانت په دغه ولايت کې د ډاډمن امنيت د ټينګښت ډاډ ورکړ او له خلکو یې وغوښتل چې د ناوړو کړنو په مخنيوي کې له دوی سره همکاري وکړي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته