امنیترپوټونه

په خوست کې د جنایي پېښو ګراف صفر شوی دی

په خوست کې د جنایي پېښو ګراف صفر شوی دی

کابل / د وږي ۸ مه / باختر

که څه هم پخوا په خوست کې ډېرې جنايي پېښې کېدې؛ خو له کله نه چې طالبان واک ته رسیدلي په خوست  کې د جنایې پېښو ګراف صفر شوی.

د خوست څو اوسېدونکو باختر اژانس ته وویل چې په تېرو دریو اوونیو کې په دغه ولایت کې داسې کومه پېښه نه ده رامنځته شوې چې د خوست مېشتو د اندېښنې لامل شوې وي.

دوی د طالبانو په راتګ خوښي ښايي او د ډاډمن امنیت احساس کوي. د مرکز متون اوسېدونکی جاوید وايي چې د طالبانو په راتګ سره د ارامۍ احساس کوي، د غلو، مافیایي کړیو څخه کومه ویره نه لري او په ازاد ډول د شپې او ورځې خپل کارونه پرمخ وړي.

سرچینه زیاتوي چې ډېر شمېر هغه تړل شوي سړکونه چې خلکو ته يې ستونزې جوړې کړې وې اسلامي امارت خلاص کړل. هغه د اسلامي امارت له مسوولینو غوښتنه وکړه چې د بیو کنټرول او اقتصادي ودې لپاره کار وکړي.

محمد صدیق ځدران د نادرشاکوټ ولسوالۍ اوسیدونکی دی چې ښار ته د توکو پېر لپاره راغلی، وايي چې له ویرې او ډار پرته په سوله ییزه فضا کې ژوند کوي، هغه زیاتوي چې پخوا هره ورځ زیات شمېر جنايي پېښې رامنځ ته کېدې؛ خو اوس د پېښو ګراف صفر ته راټیټ شوی دی.

په ورته وخت کې د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس اود ولایت مقام ویاند قاري اخترمحمد عکرمه وايي چې ټول خوستیان پرته له اندېښنې کولای شي، چې خپل کارونه پرمخ یوسي. عکرمه وویل چې  اسلامي امارت هېوادوالو ته د امنیت او د یو ښه نظام جوړولو په لټه کې دی او ډیر شمېر مسوولین یې پردې بوخت دې چې څه ډول د خپلو خلکو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.

د عکرمه د څرګندونو له مخې؛ دا مهال په خوست کې ټول دولتي مامورین او کارکوونکي خپلو دندو ته ادامه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې له طالبانو وړاندې خلک د امنیت له نه شتون، غلا او اداري فساد څخه ډېر کړېدل؛ خو د خوست ښار اوسېدونکو په خبره د اسلامي امارت په راتګ سره د یادو ستونزو ګراف صفر ته راټیټ شوی دی.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته