ښوونه او روزنه

په خوست کې د دوو ښوونځيو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.

کابل / د تلې١١مه / باختر:
په خوست کې د دوو ښوونځيو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ په هغه مراسمو کې چې د خوست والي، د پوهنې رييس، د دغه ولايت مالي او اداري رييس، د (يو ان اچ سي آر) موسسې مسوول، قومي مشرانو او د ښوونځيو زده کوونکو په ګډون جوړشوي و د خوست والي مولوي محمد نبي وويل؛ د دغو ښوونځيو ودانۍ به د ( يو ان اچ سي آر) موسسې په مالي مرسته د٧ سوه ٤٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت په پنځو مياشتو کې جوړې شي.
عمري زياته کړه د دغو ښوونځيو په جوړولو کې ٢٠درسي خونې، ٤ اداري خونې، ٢ لابراتوارونه، ٢ د کمپيوټرڅانګې، لمريزه برېښنا، ٣٤٠ متره ديوالونه او نور اړين لوازم په پام کې نيول شوي دي.
د خوست والي له ( يو ان اچ سي آر ) موسسې څخه په منني سره وويل؛ د اسلامي امارت په بريا سره په هېواد کې امنيت تامين شوى دى نو مرستندويه ادارې کولاى شي په آرامه فضا کې خپلې پروژې پلي کړي.
د يو ان اچ سي آر موسسې مسوول وويل: يادې موسسې په خوست کې زياتې پروژې پلې کړي دي او يوشمېر نور پروژې د پلې کولو په حال کې دي چې ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
دغه راز د خوست د ښوونې او روزنې رييس سيد وسيم ماليار وويل؛ هغه پروژې چې د ستونزو له امله نه دي پلي شوي ډېر ژر به پيل شي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته