اقتصاد

په خوست کې د فوم فابریکه جوړه شوه

کابل / د غبرګولي ۱۸مه / باختر
د خوست په مرکز کې د ۶۰۰ امریکايي ډالرو په لګښت د فوم یوه فابریکه جوړه شوه او نن یې په فعالیت پیل وکړ.
دغه فابریکه پر پنځه جریبه ځمکه جوړه شوې ده چې په بېلابېلو وختو کې په کې ۳۰۰ نارینه او ښځینه کارکوونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د خوست والي مهمند کټوازی وايي چې په دغه ولایت کې د پانګه والو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې شوې او ولایتي اداره اقتصادي پرمختګ ته ژمنه ده.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته