خبرونهټولنه

په خوست کې د نږدې دوه کیلو متره سړک د بیا رغونې چارې پېل شوې

 کابل / د مرغومې ۲ مه / باختر

د خوست په مرکز کې د ۲۴ میلیونو افغانیو په لګښت د ۱.۹۳ کیلو متره سړک د بیارغونې او ۳۲۶ متره ویالو د جوړونې چارې پیل شوې.

د خوست والي مولوي محمد نبي عمري باختر آژانس ته وویل چې ياد سړک د متون ښاروالۍ له انکشافي بودجې څخه رغول کېږي.

عمري زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې هېواد او ولس ته وړ عامه خدمات وړاندې کړي.

په همدې حال کې د متون ښاروال قاري بسم الله چې راتلونکي ۱۴۰۱ مالي کال لپاره خوست ښاروالۍ ګڼ شمېر پروژې پلان کړي چې په تطبیق سره به یې ښار ښکلا او پراختیا پيدا کړي.

ن/ر

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته