امنیت

په خوست کې د يوې کورنۍ څلور غړي ووژل شول

کابل / د غويي٢٨مه / باختر:
ناپېژاندو وسله والو کسانو په خوست کې د يو ماشوم په ګډون د يوې کورنۍ څلور غړي ووژل.
د باخترآژانس د خبرله مخې: د خوست امنيتي مسوولينو رسنيو ته وويل چې نامعلومو وسله والو کسانو د يو ماشوم په ګډون د يوې کورنۍ ٤ غړي د خوست د متون درش په کلي کې په ډزو سره ووژل.
د دې پېښې علت نه دى معلوم او پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړي دي.
پاى \ اشرفي\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته