ورزش

په خوست کې د ( کیک جیتسو او تکواندو) سیالۍ ترسره شوې

کابل / د تلې ۲۵ مه / باختر
په خوست کې له اسلامي امارت څخه د ملاتړ په موخه د ۹۰ لوبغاړو ترمنځ د کیک جیتسو او د ۷۰ لوبغاړو ترمنځ د تکواندو سیالۍ ترسره شوې.
د خوست ولایت ورزشي امر عزیزالرحمن ملنګ وايي چې یادې سیالۍ د بېلابېلو کلپونو د ۹۰ لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې چې موخه یې له اسلامي امارت څخه ملاتړ او د ورزشکارانو هڅول دي.
په ورته وخت کې په خوست کې د څلورو کلپونو د ۷۰ لوبغاړو ترمنځ د تکواندو سیالۍ هم ترسره شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره په خوست کې ورزش ته پاملرنه ډېره شوې ده.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته