ټولنه

په خوست کې د ۱۳،۵ مېلیونو افغانیو په لګښت استنادي دیوال جوړېږي

– کابل/ د کب ۶ مه / باختر
د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړونده حسن زیو په کلي کې د ۱۳،۵ مېلیونو افغانیو په لګښت د استنادي دېوال د جوړېدو چارې پيل شوې.
د خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازی وايي چې د حسن زیو استنادي دېوال چې ۸۵۱ متره اوږدوالی لري د اوبو د تنظیم ملي ادارې په مالي ملاتړ د ۱۳ نیم ميلیونو افغانیو په لګښت د شمل خرم دریايي حوزې ریاست په چوکاټ کې رغول کېږي، چې چارې به یې په ۶ میاشتو کې بشپړې شي.
په ورته وخت کې د شمل خرم دریايي حوزې ريیس وايي چې د یاد استنادي دیوال په جوړیدو سره به د۱۰ جریبه ځمکې د خړوبولو زمیبنه برابره شي او دغه راز ۸۰ جریبه ځمکه او ۱۵ کورونه به د سېلاوونو له ګواښ څخه وژغورل شي.
په ورته وخت کې په خوست کې نن د کرونا ویروس واکسین لومړنی دوز د خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازي ته په دې موخه تطبیق شو، چې دا واکسین ډاډمن او هیڅ ډول زیان نه لري.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته