ښوونه او روزنه

په خوست کې سلګونو زده کوونکو ته مناسبه درسي فضا برابره شوه

کابل / د غبرګولي١۴مه / باختر
يو ښوونځي ته د نويو تاسيساتو په جوړېدو سره، سلګونو زده کوونکو ته د لومړي ځل لپاره مناسبه درسي فضا برابره شوه.
دغو زده کوونکو د درسي خونو د نشتوالي په دلیل په خيمو او په پرانيستې فضا کې زده کړه کوله.
د دغه ښوونځي نوي تاسيسات د سيمې د خلکو په غوښتنه د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې جوړ شول.
د ښوونځي په نویو تاسيساتو کې ۱۰ درسي خونې، لابراتوار، کتابتون او اداري څانګه په پام کې نيول شوې ده.
د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د دغو تاسيساتو په جوړېدو سره د نجونو او هلکانو په ګډون٣٠٠ زده کوونکو ته د لومړي ځل لپاره مناسبه درسي فضا برابره شوه.
ختم – ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته