ټولنه

په خوست کې سلګونو کورنيو ته د څښاک اوبه تامين شوې

٤٢- کابل / دسلواغې ٢٠مه/باختر
په خوست کې د اوبو رسونې د دوو شبکو په جوړولو سره سلګونوکورنيوته د څښاک اوبه برابرې شوې.
دغه شبکې په ټنيو ولسوالۍ کې د ٥ ميليونو ٥٠٠ زره افغانيو په ټول لګښت جوړې شوي دي.
د خوست د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا رياست يومسوول باختراژانس ته وويل چې د دغو شبکوپه جوړولو سره څه د پاسه ٣٠٠ کورنى د لومړى ځل لپاره د څښاک روغتيايي اوبو ته لاسرسۍ موندلې دي .
د خوست د ټڼيو ولسوالۍ خلکو د اوبو رسونې د دغو شبکو د جوړولوهرکلى وکړ اوويې ويل چې مخکې له دې له غير روغتيايي اوبو څخه د استفادې له امله په ناروغيو اخته کېدو .
ختم –ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته