خبرونهټولنه

په خوست کې لسګونو کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل / د کب ٢٩ مه / باختر

په خوست کې د اوبو د يوې شبکې په جوړېدو سره، لسګونه کورنۍ د څښاک اوبو ته لاسرسى پيدا کوي.

د دغې شبکې اوبه له پنځو کيندل شويو څاګانوڅخه برابرېري او د ګربزو ولسوالۍ اوسېدونکي ترې ګټه اخلي.

دغه شبکه د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې      د ۶۴۳ زره افغانيو په لګښت جوړه شوې ده.

د خوست د کليو د بيارغاونې او پراختيا رياست يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې          د دغې شبکې په جوړېدو سره ٨٢ کورنۍ د لومړي ځل لپاره څښاک ته لاسرسي پيدا کوي.

پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته