ښوونه او روزنه

په خوست کې له امکاناتو او تشکیل پرته نمونوي لېسه جوړه شوه

کابل / د سلواغې ٢۷ مه / باختر
د خوست د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې نمونوي لېسه جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده، خو امکانات او تشکیل نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د پوهنې وزیرې رنګینې حمیدي او د کلیو د بیارغاونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي څو ورځې وړاندې په دغه ولایت کې د ۶۸ ښوونځیو ودانیو د جوړولو چارې پرانیستلې او ۴۵ ښوونځیو ودانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې چې په دې لړ کې یې نمونوي لېسه هم ګټې اخیستنې ته وسپارله.
د پوهنې وزیرې رنګینې حمیدي وویل چې دغه لېسه د هېواد په کچه لومړنۍ نمونوي لېسه ده چې د ۲۱۵ مېلیونو افغانیو په لګښت رغول شوې ده.
خو په ورته وخت کې د خوست د پوهنې رییس نصیر احمد روښان وايي چې په خپل تشکیل کې د یادې لېسې لپاره امکانات او تشکیل نه لري.
هغه له پوهنې وزارت څخه غواړي چې د یادې لېسې د فعالیت لپاره امکانات او تشکیل ورکړي.
له بلې خوا د پوهنې وزیره رنګینه حمیدي وايي چې پر یاده لېسه ډېر لګښت شوی او ډېر ژر به یې پر تشکیل هم کار وکړي چې فعالیت پيل کړي.
په همدې حال کې د خوست والي مهمند کټوازی هم وايي چې د پوهنې اړوند غوښتنې او وړاندیزونه یې لومړیتوب دی او په دې برخه کې به خپلې هڅې نه سپموي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته