ټولنه

په خوست کې له څه دپاسه ۳۰۰ کارګرانو او کونډو سره نغدي مرسته وشوه

کابل / لیندۍ ۱۵مه / باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، په خوست کې له څه دپاسه ۳۰۰ کارګرانو او کونډو سره د نغدي مرستو د وېش خبر راکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست، د ملګرو ملتو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) په مالي مرسته او د سټارز موسسې په تخنيکي همکارۍ، د دغه ولايت د تېري‌زيو ولسوالۍ له ۲۷۰ بېوزلو کارګرانو او ۴۰ کونډو سره د نغدو پیسو مرسته وکړه.
په خبرپاڼه کې له یادو کسانو سره د مرسته شوې پیسې اندازه نه ده په ډاګه شوې.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته