ټولنه

په خوست کې ملکي کارکوونکي او پوځیان د خپل معاش لوړېدل غواړي

کابل / د سلواغې ۲۹ مه / باختر
د خوست په مرکز متون ښار کې مامورین، ښوونکي او سرتېري د خپل معاش لوړېدل غواړي.
عمر خان رحمن زی چې د خوست په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د (آی.ټي) دنده مخ ته وړي وايي چې د مامورینو معاش ډېر لږ دی او ورځینۍ اړتیاوې یې پرې نه پوره کېږي.
رحمن زی وايي: مامور دی چې تر ټولو زیات کار کوي، مکمله ورځ وظیفه اجرا کوي، له عادي معاش پرته بله کومه چاره نه لري، معاش یې هم ډېر ټیټ دی، یو مامور د نیمې میاشتې مصارف هم نه شي پوره کولای، دولت دې په دې برخه کې ارزونه وکړي.
شرافت الله شرافت په محمد صدیق روهي لېسه کې ښوونکی دی، دی وایي چې په اوسني وخت کې نرخونه لوړ شوي دي، خو د معلمینو او مامورینو معاش همغه دی.
دی وايي چې په اوسني معاش د ښوونکو او مامورینو اړتیاوې نه پوره کېږي، نو له دولت هیله ده چې معاش یې لوړ کړي.
شاه محمد تکل هم د دولت یو مامور دی، هغه وايي: په دې کم معاش یو مامور نه شي کولای چې خپلو بچیانو ته ټولې اسنتیاوې برابرې کړې او د دوی راتلونکی روښانه کړي.
د اکبر په نوم یو سرتېری وايي چې له څو کلونو راهیسې دنده ترسره کوي، خو مامور، ښوونکی او سرتېری له کومې بلې لارې عاید نه ترلاسه کوي او یوازې په دې کم معاش خپله کورنۍ ساتي چې اوس مهال دغه معاش بسنه نه کوي او په دې برخه کې له مالي ستونزو سره لاس او ګریوان وي، نو په کار ده چې دولت د دوی مصارف وسنجوي او د امکان ترحده ورته معاش لوړ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس هم د دولت او د پارلمان وکیلانو ترمنځ د ښوونکي، مامور، اجیر او سرتېری د معاش په اړوند ناندرې روانې دي چې له امله یې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه هم نه ده تصویب شوې.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته