ټولنه

په خوست کې مېرمنو له دولت او طالبانو وغوښتل چې د دوی حقوق تر پښو لاندې نه کړي

کابل / د غبرګولي ۸ مه / باختر
په خوست کې مېرمنو د ( سولې خبرو اترو) تر عنوان لاندې ورکشاپ کې پر دولت او وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې په خبرو کې د دوی حقونه تر پښو لاندې نه کړي.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ په دغه ورکشاپ کې بي بي نعیمې او شفیقې وویل چې ۲۰ کلنې لاسته راوړنې باید وساتل شي او له دولت او طالبانو څخه یې وغوښتل چې د دوی حقونه تر پښو لاندې نه کړي.
په ورته وخت کې د خوست د ولایتي شورا وکیلې نعت بي بي عمري له جمهوریت او نظام ملاتړ څرګند کړ او پر نړېواله ټولنه یې غږ وکړ چې د سولې په خبرو کې د ښځو حقونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته