ټولنه

په خوست کې يوسړک ګټې اخستنې ته وسپارل شو

– کابل / دسلواغې ٢٤مه /باختر
په خوست کې د يو سړک د جوړولو او قيرکولو کار بشپړ شو.
دغه سړک د څه د پاسه ١٢ کيلومترو په اوږدوالي او ٥مترو په سور سره د تڼيو ولسوالۍ له عمومي سړک او ښار سره نښلوي.
د کليود بيا جوړولواو پرمختيا وزارت سرپرست مجيب الرحمن کريمي چې د دغه سړک د پرانستلو په مراسموکې حاضر و ، باختراژانس ته وويل چې دغه سړک د دغه وزارت د کليوالي پروګرام په چوکاټ کې جوړاو قير شوى دى .
هغه په راتلونکې لمريزکال کې په خوست کې د سړکونو په ګډون د لسګونو پرمختيايي پروژو د تطبيقولو لپاره د هلوځلو يادونه وکړه .
د دغه سړک په تګلوري کې په لسګونو ويالي ، پلې لارې او ترافيکو نښې نښانې هم جوړې شوي دي.
د دغه سړک په جوړولو سره خلکوته زياتې اسانتياوې برابرې شوي دي.
ختم-ج _ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته