روغتیا

په خوست کې ډاکترانو او قابلو ته د نسايي او ولادي روزنيز ورکشاپ جوړشو

کابل /د ليندې ١٤مه /باختر
په سلګونه ډاګتران او قابلې په خوست کې په يو روزنيزورکشاپ کې ګډون وکړ.
دغه ورکشاپ د نسايي او ولادي ډاکترانو د اتحاديې له خوا جوړشوى و.
د نسايي او ولادي ډاکترانوداتحاديې مسوولې ډاکترې نجم السماشفاجو باختراژانس ته وويل چې په دې دوره کې د خوست د روغتونونو څه د پاسه ٢٠٠ ډاکتران اوقابلې ګډون لرل.
هغه وويل چې د دوى ښوونکو د دغه ورکشاپ په بهيرکې ډاکتران اوقابلې په نړى کې د موراو ماشوم د درملنې له نويو لاروچارو خبرکړ.
د دغه ورکشاپ يوه برخه واله وحيده وايي چې په دې ورکشاپ کې دمور اوماشوم د درملنې په لاره کې نوي اومهم څېزونه زده کړي دي .
د نسايي او ولادي ډاکترانو د اتحاديې مسوولين وايي چې د نورو ولايتونو ډاکتران اوقابلو ته د دغه شان ورکشاپونو جوړولو ته به دوام ورکړي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته