ښوونه او روزنه

په خوست کې یو شمېر کسانو د سواد زده کړې پروګرام له لارې لوړې زده کړې وکړې

کابل/ د کب ۱۶ مه/ باختر
په افغانستان کې د ليک لوست زده کړې د پياوړتيا پروګرام لړۍ په ۲۰۰۸ ميلادي کې د جاپان حکومت په مالي مرسته يونېسکو د نالوستو نارینه او ښځینه لپاره پيل کړې؛ خو اوس مهال یاد پروګرام د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د لیک لوست معینیت پرمخ وړي.
په خوست کې د روان ۱۳۹۹ کال په جریان کې د لیک لوست له پروګرام څخه ۱۸۲۳ نالوستي نارینه او ښځینه زده کونکي فارغ شوي دي.
په خوست کې د سواد زده کړې د مرکز مسووله خاور اميري وايي چې د دغه پروګرام له لارې د روان کال په جریان کې پر نارينه وو سربېره ۷۴۴ بې سواده ښځو ته هم د ليک لوست زده کړې زمینه برابره شوې.
امیري زیاتوي چې په خوست کې د لیک لوست پروګرام اغېزمن تمام شوی او خلک لیوالتیا ښیي چې خپلې زده کړې بشپړې کړي.
د امیري د څرګندونو له مخې؛ دغه پروګرام د خوست ۱۲ ولسوالیو په ګډون په مرکز کې هم فعال دی چې د نالوستو میرمنو اونارینه وو لپاره خواره مهم دی.
د لیک لوست مسووله خاور امیري وايي چې د دوی یوشمېر زده کوونکو د دغه پروګرام له لارې ان ترپوهنتونه زده کړې رسولې دي.
د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، د ليک لوست د زده کړې، ياد شوی پروګرام د هېواد په ډیر شمېر ولايتونو کې د ښځو او نارينه وو لپاره اغېزمن تمام شوی او ښه پایله لري.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته