امنیت

په خوست کې ۲۳ تنه د غلا او د نشه یي توکو د پلور په تړاو ونیول شول

کابل / لیندۍ ۱۵مه / باختر
د خوست امنیتي مسوولین وایي چې په تېرو څو ورځو کې یې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۲۳ کسان د غلا او د نشه یي توکو د پلور په اړوند نیولي دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د خوست له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر مولوي صابر صابري وویل چې په دې موده کې یې ۱۴ تنه د غلا او ۹ تنه نور یې د نشه يي توکو د پلور په تور نیولي دي.
هغه زیاته کړه چې له نیول شویو کسانو څخه چرس، الکولي مشروبات او یوه اندازه شیشه ډوله نشه یي توکي هم ترلاسه شوي دي.
په همدې حال کې د خوست امنیه قومندان مولوي محبوب شاه قانت خلکو ته ډاډ ورکړ چې د غلو، قاتلانو او د نشه یي توکو د پلورونکو پر وړاندې یې هڅې ګړندي کړي.
هغه دغه راز غیر نظامي خلکو ته خبرداری ورکړ چې په ښار او اطرافي سیمو کې له تورو شیشو لرونکو وسایطو څخه دې استفاده و نه کړي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته