ټولنه

په خوست کې ۳۰ زره برېښنايي پېژند پاڼې وېشل شوې دي

کابل/ د کب ۲ مه/ باختر
د خوست په څو مرکزونو کې ۳۰ زرو پورې برېښنايي پېژند پاڼې وېشل شوي او هر مرکز د ورځې تر ۲۵۰ پورې کسان ثبتوي.
د خوست د احصایې او معلوماتو رییس حضرت ګل توطاخېل وايي چې تردې مهاله تر ۳۰ زرو پورې برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
د توطاخېل د څرګندونې له مخې؛ هڅې یې پيل کړي چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر ولسوالیو ته هم وغځوي چې د وېش بهیر نور هم ګړندی شي.
توطاخېل زیاتوي چې د برېښنايي پېژندپاڼو په وېشل کېدو سره به د جرمونو کچه راټيټه شي، ټاکنې او نورې ملي پروسې به شفافې شي او امنیتي ګواښونه به هم له منځه یوړل شي.
خو په ورته وخت کې خوستیان د برېښنايي پېژندپاڼو د ثبت او وېش له بهیرڅخه شکایت کوي او وايي چې یاده پروسه دې ګړندۍ او مرکزونه دې زیات شي.
د خوست ښار اوسېدونکی نصیب الله وايي چې د برېښنايي پېژندپاڼو بهیر دې کړندی شي چې په لږ وخت کې ټول خوستیان پېژندپاڼې ترلاسه کړي.
احمد شاه کریمي وايي له دوو میاشتو ځند وروسته یې د برېښنايي پېژندپاڼې کارونه بشپړ کړل، خو لا هم نه دی بریال شوی چې پېژندپاڼه ترلاسه کړي.
هغه د احصایې او معلوماتو له ادارې غواړي چې په دغه ولایت کې د برېښنايي پېژند پاڼو مرکزونه زیات کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د احصایې او معلوماتو ادارې دا مهال په خوست کې د ۱۲ ولسوالیو او مرکز اوسېدونکو لپاره دوه مرکزونه فعال کړي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته