پيښور دى نيوز باختر د سلواغې دمياشتې ٥
د خيبر پښتونخوا ايالت د چترال په سيمه کې نن د يوې ترافيکي پيښې له امله يوولس تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .
دباختر آژانس دخبرله مخې :
يو جيپ موټر چې دشوګرام له ولسوالۍ څخه دچترال په لور روان و نن سهار چپه شو او په يوه کنده کې وغورځيد.
دپوليسو دڅرګندونو له مخې : دغه پيښه دموټر چلوونکي د بې احتياطي زيږنده ده .
په پاکستان کې زياتره ترافيکي پيښې د موټر چلوونکو د بى احتياطي او دليږدونکو وسايط د زړښت او دسړکونو دبې کيفيتۍ له امله رامنځته کيږي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ