خبرونهاقتصادټولنه

په دايکنډي کې٣٧٠ باغچې جوړېږي

کابل / د غبرګولي ۲۰ مه / باختر

په دايکنډي کې بې وزلې ښځې کورنۍ باغچې جوړوي.

د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د دغو باغچو د جوړولو وسايل او توکي د دايکنډي د کرنې او اوبولګولو رياست نن پر ٣٠٠ بې وزلو او کونډو ښځو ووېشل.

د دغو وسايلو ارزښت چې ١٢ قلمه دي، يو ميليونو ٤٤٠ زره افغانۍ کېږي.

ويل کېږي دغه پروژه په نيلي ښار او ګيتي، پاتو، شترلي او سنګ تخت ولسواليو کې تطبيقېږي.

دغه باغچې د ډول ډول سبو د کرکيلې د رواجولو، د بې وزلو ښځو د اقتصادي حالت د پياوړتيا، د خوارځواکي د مخنيوي او د خوړو د امنيت د تامين په خاطر جوړېږي.

د دايکنډي د ټولنيزو او اقتصادي چارو مرستيالې فاطمې اکبري د خوړو د امنيت په تامين کې د کورنيو باغچو د جوړولو پر ارزښت په ټينګار سره، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د دايکنډي له ښځو سره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د زياتو مرستو غوښتنه وکړه.

ختم-ج ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته