ټولنه

په دايکنډي کې۱۵۰۰ کورنۍ بې ځايه شوې دي

کابل / د غبرګولي ۳۰مه / باختر
د دايکنډي په پاتو ولسوالۍ کې جګړې د دې سبب شوې دي چې څه دپاسه ١۵٠٠کورنۍ له خپلو کورونو څخه بې ځايه شي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د جګړو له امله د دايکنډي د پاتو ولسوالۍ له يوشمېر کليو څخه ١۵٠٠ کورنۍ له خپلو کورنو څخه وتلې او په ګيتي ولسوالۍ، د پاتو ولسوالۍ په مرکز او د دايکنډي په مرکز نيلي ښار کې ځاى پرځاى شوې دي.
د دايکنډي د والي وياند وايي چې سيمه ييزې ادارې د بې ځايه شويو کورنيو د څېړنې په خاطر يو پلاوی ټاکلى دى چې له سروې وروسته به مرسته ترلاسه کړي.
پاتو د دايکنډي يوه ناامنه ولسوالي ده چې طالبان کله کله پکې ډاراچوونکي فعالیتونه ترسره کوي، خو دا ځل د استوګنې د کورونو په ويجاړولو، د ملکي خلکو د شتمنيو په سوځولو او له خپلو کورونو څخه د خلکو په بې ځايه کولو لاس پورې کړى دى.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته