کابل/ د ليندۍ ٦مه /باختر
په دايکڼدي کې په زرګونو بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شوي تخم د ويشلو بهير نن پيل شو.
د دايکنډي د کرنې او اوبولګولورييس سيد عبدالواحد فيروزي د باختراژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې د کرنې وزارت د نړيوال بانک په مرسته د غنمو ٣٢٠ مټريک ټنه اصلاح شوي تخم د دايکنډي ولايت د مرکز او ولسواليو په څه د پاسه ٦٥٠٠ بزګرانو ويشي.
د دايکنډي والي ضيا همدرد د غنمو د تخم د ويشلو په بهير کې کرنه د يوې ټولنې د اقتصاد اساسي بنسټ وباله او د غنمو د اصلاح شوي تخم پر استفادې يې ټينګاروکړ.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې هم د اکسفام موسسې د دايکنډي په څلورو ولسواليو کې د غنمو اصلاح شوي تخم او کيمياوي سره ويشلې وه.
ختم-ج – اکرم