روغتیا

په دايکنډي کې د اکسيجن توليدي دستګاه او د کرونا د تشخيص مرکز پرانيستل شو

کابل / د غبرګولي ٢۸مه / باختر
په دايکنډي کې د اکسيجن توليدي دستګاه او د کرونا د تشخيص مرکز پرون پرانيستل شو.
د دايکنډي د عامې روغتيا رييس اسحاق علي درمان د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې دغه مرکز د نړۍ روغتيايي سازمان په مرسته د ۷ میليونو ۵۰۰ زرو افغانيو په لګښت د دغه ولايت په مرکز نيلي ښار کې جوړ شوى دى چې په ورځ کې د ۵۰۰ آزمايښتونو د ترسره کولو ظرفيت او د اکسيجن د توليد دستګاه په ورځ کې د ١٢٠ بالونه اکسيجن د توليد ظرفيت لري.
په دغو مراسمو کې سيمه ييزو مسوولينو، د دولتي ادارو رييسانو، د ولايتي شورا استازو او يوشمېر خبريالانو ګډون لاره.
له دې وړاندې د کرونا د مشکوکو کسانو د آزمايښت نمونې د کابل لابراتوارونو ته استول کېدې چې له څو ورځو روسته يې پایلې معلومېدې.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته