امنیت

په دايکنډي کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو زياتوالى

نيلي باختر دوري دمياشتې ١٥ نيټه  :
په دايکنډي ولايت کې مسوول مقامات وايي  چې په نشه يي توکو د روږدو کسانو  په شمېر  او په دغه ولايت کې دکوکنارو په کرکيله کې د يادونې وړ  زياتوالى راغلى دى.
د باخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛   په دايکنډ ي ولايت کې سيمه ييزو مسوولانو ويلي دي چې په دغه ولايت کې  په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر  څلويـښتوزرو تنو ته رسيږي  چې دغه شمېر ټکان ورکوونکى دى او دوى دغه راز  د هلمند او روزګان د ولايتونوپه ګډون   د دغه ولايت  په سرحدي سيمو کې  د نشه يي توکو دکرکيلې دزياتوالي  خبر ورکوي.
د دايکنډي والي محمود بليغ په دغه ولايت کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو  د زياتوالي له امله انديښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې په دغه ولايت کې  څه د پاسه  څلويښت زره تنه  چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي   په نشه يي توکو روږدي دي.
د دايکنډي والي وايي   د ميرامور ولسوالۍ زياتره اوسيدونکي په نشه يي توکو ر وږدي دي  اوپه دغې ولسوالۍ کې  داسې کورنۍ هم شته  چې ټول غړي يې  په نشه يي توکو روږدي دي .
له بلې خوا  د دايکنډي ولايت  له نشه يي توکو سره  د مبارزې رئيس امين اخلاقي وايي  چې په دغه ولايت کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو زياتوالى له انديښو ډک دى او دا يو ملي ننګونه ده.
هغه وويل چې جګپوړي دولتي مقامات دې په دې  اړوند جدي اقدامات ترلاس لاندې ونيسي .
ده دغه راز وويل چې په دغه ولايت کې په روان کال کې د تېرکال په پرتله   د نشه يي توکو  له توليدونکو بوټو کرکيله زياته شوې ده.
ده وويل ؛  له ناامنو سيموسره د دايکنډي  ګاونډيتوب  ، د دغه ولايت په پولو کې د وسله والو طالبانو او د غير مسوولو  وسله والو کسانو شتون ، وزګارتيا او بيوزلي ، نشه يي توکو ته د دايکنډي  د خلکو دمخې کولو يو مهم  دليل  دى.
پاى ف ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته