ټولنه

په دايکنډې کې د ښځو لپاره لسګونه ګلخانې جوړې شوې

کابل / د لیندۍ ۱۳ مه / باختر
د دايکنډي د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ رياست په دغه ولايت کې څه دپاسه ۱۰۰ ښځو ته ګلخانې جوړې کړې.
د دايکنډي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس عبدالواحد فېروزي باختر آژانس ته وويل چې دغه رياست د یاد ولايت په مرکز او شهرستان ولسوالۍ کې د شپږو ميليونو افغانيو په لګښت څه دپاسه ۱۰۰ ګلخانې ښځو ته جوړې کړې دي.
هغه د دغو ګلخانو د جوړولو موخه د دايکنډي په کچه تازه سبو ته د خلکو لاسری او د ګلخانو رواجول وبلل.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته