امنیت

په دایکنډي د طالبانو برید په شا وتمبول شو

کابل / د زمري ۱۰مه / باختر
په دایکنډي کې تېره شپه د طالبانو برید په شا وتمبول شو.
د دایکنډي سیمه ییز مقامات وايي چې وسله والو طالبانو د کجران ولسوالۍ د خاک شور پر پوستې برید وکړ چې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره له څو ساعته جګړې وروسته د سر زیان په ورکولو سره له ساحې څخه وتښتېدل.
خبرځای زیاته کړه چې د طالبانو د سر زیان دقیق شمېر تراوسه نه دی معلوم.
د کجران ولسوال وايي چې د طالبانو د سره قطعې څه ناڅه ۲۵۰ غړي د غزني له اجرستان ولسوالۍ څخه د کجران ولسوالۍ سیمو ته راغلي دي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته