خبرونهټولنه

په دایکنډي کې ۸۰۰ کورنیو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د سلواغې ٢۳ مه / باختر
په دایکنډي کې پرون پر ۸۰۰ اړو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه.
د دایکنډي له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست یو مسوول باختر آژانس ته وویل چې د ملګرو ملتو سازمان دفتر د انسان دوستانه چارو د همغږۍ په خاطر، د کلیوالي ظرفیتونو د پراختیا موسسې له لارې، له هرې کورنۍ سره ۱۱ زره ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وکړه.
دغه راز یادې موسسې پر دغو کورنیو شړۍ، د رشقې تخم او د څارویو لپاره کنجاړه هم ووېشله.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته