روغتیا

په دایکنډی کې د کرونا ویروس خپرېدل زیات شوې دي

– کابل / د غبرګولي ۱۵ / باختر
په دایکنډي کې په تېرې یوې اوونۍ کې ۸ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.
د دایکنډي د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکترعلي خان آرام باخترآژانس ته وویل چې د تېرې یوې اوونۍ په بهیرکې په کرونا ویروس ۲۹۰ مشکوک کسان دغه رغتون ته راغلي وو چې د سمپل له اخیستلو وروسته ۸ تنه یې مثبت تشخیص شوي دي.
آرام زیاته کړه: د دغې اوونۍ په بهیرکې ۳۳ تنه په دغه ویروس اخته شوي دي.
چې له دې جملې څخه ۲ تنه روغ شوي اود دغه ویروس خپرېدل له پخوا څخه دوه برابره شوې ده .
د آرام د څرګندونوله مخې، د دغه ویروس د مخنیوي لپاره روغتیايي لارښونې په پام کې ونیول شي .
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته