امنیت

په درزآب ولسوالۍ کې د طالبانو سيمه ييز قوماندان يوه نجلۍ له جنسي تيري وروسته ووژله

کابل / د وري١٨مه / باختر
د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان يوه ځوانه نجلۍ له جنسي تيري وروسته ووژله.
د جوزجان سيمه ييزو مقاماتو د دغه خبر په تائيدولوسره باخترآژانس ته وويل :
وسله والو طالبانو يوه ١٦ کلنه ځوانه نجلۍ پرون د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې له جنسي تيري وروسته ووژله او د دغې نجلې مور او پلار هم د طالبانو په بند کې دي.
د دې نجلۍ تره بابه دين وايي چې په ليوه مشهور قدرت الله د وسله والوطالبانو سيمه ييز قوماندان پر دغې نجلۍ جنسي تيرى کړى دى.
هغه وايي ترڅو چې د ده ورور او ورينداره د طالبانو له بند څخه آزاده نه شي او د نجلۍ مړى ده ته ونه سپارل شي، د سيمې له يو شمېر اوسيدونکو سره به د درزاب او قوش تيپې لويې لارې وتړي.
ويل کېږي د درزاب ولسوالۍ له څو کلونو را په دې خوا د وسله والو طالبانو تر واکمنۍ لاندې ده، خو وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته