خبرونهسیاستTOP

په دوحه کې د ا.ا. ا. پلاوي او امریکایي لوري ترمنځ د خبرو په اړه له باختر اطلاعاتي آژانس سره د بهرنیو چارووزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي د مرکې مهم ټکي

کابل/ د تلې ۱۶مه/ باختر
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي له امریکایي پلاوي سره په دوحه کې د نننیو خبرو په اړه باختر آژانس ته وويل چې نن د ا.ا.ا. پلاوي په دوحه کې له امريکايي پلاوي سره خبرې پيل کړې او دا خبرې به د نن ورځې تر پايه او همدارنګه سبا هم دوام ومومي. په خبرو کې خوښي څرګنده شوه چې دا په تېرو ۴۰ کلونو کې لومړی ځل دی چې له افغانستان څخه له يو واحد لوري سره چې د پرېکړو واک لري، خبرې کېږي.
مولوي اميرخان متقي زیاته کړه: له امريکايي پلاوي سره نن په دوحه کې د بشري مرستو پر دوام، د دوحې تړون پر بشپړ تطبيق، د افغانستان د حريم پر درناوي، د يو بل په چارو کې پر نه لاسوهنې، له يو بل سره پر مثبتو اړيکو او متقابل تعامل ټينګار وشو.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه: افغانستان اوس له یوځانګړي پړاوه د تېرېدو په حال کې دی، باید د افغانانو شتمنۍ د کنګل له حالته ووځي چې د دوی ستونزې حل شي. امریکایي لوري د واکسینو په برخه کې د مرستو ډاډ څرګند کړ او همدارنګه د نورو بشري مرستو په برخه کې یې د کوښښ ژمنه وکړه.
مولوي امیرخان متقي سیاسي مسایلو ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه: پر سیاسي مسایلو مو هم خبرې وکړي او دا خبرې لا دوام لري. موږ به امریکایي پلاوي سره او همدارنګه په راتلونکو ورځو کې به د اروپایي هېوادونو له استازیوسره هم تفصیلي خبرې ولرو. موږ امریکایي لوري ته په صفا ټکیو کې وویل چې د افغانستان بې ثباتي او د اوسني حکومت کمزوري کول د هېچا په ګټه نه دي. په افغانستان کې ثباتِ، آرامي او له نړۍ سره مثبت تعامل د ټولو په ګټه دی. باید هېڅ داسې هڅه ونه شي چې د اوسني حکومت د کمزوري کېدو او د افغانانو د ستونزو سبب شي. افغانان په اقتصادي او نورو برخو کې له ستونزو سره مخ دي او باید کوښښ وشي چې دا ستونزې یې حل شي. نوی حکومت ژمن دی چې له نړیوالو سره مثبت تعامل ولري، د نړیوالو مرستو د منظم وېش زمینه برابره کړي، دولتي مامورینو ته معاش ورکړي، د افغانستان ولسونو ته اسانتیاوې او خدمات برابر کړي. دا هغه څه دي چې موږ غواړو له نړۍ سره پرې خبرې وکړو او په راتلونکې کې ورسره ښه تعامل ولرو. موږ کوښښ کوو وضعیت نړیوالو ته تشریح کړو او د حکومت دریځ ورته روښانه کړو. موږ د یو په ګټه او د بل په زیان کار نه کوو، هرڅه چې کوود اسلام سپېڅلی دین د اصولو او ملي ګټو په رڼا کې یې کوو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته