اقتصاد

په روان کال کې د بغلان مستوفیت ۳۲۷ میلیونه افغانۍ عواید را ټول کړي دي

کابل / د مرغومې ۲۶ مه / باختر
د بغلان مستوفیت په روان کال کې ۳۲۷ میلیونه افغانۍ عواید را ټول کړي دي دغه عواید له ۳۶ عایداتي منابعو تر لاسه شوي دي.
د بغلان مستوفي مولوي محمد نعیم ملنګ د باختر آژانس له خبریال سره په مرکه کې وویل چې ۳۲۷ میلیونه افغانۍ د اسلامي امارت د بریالیتوب ورسته را ټول کړای شوي دي، هغه د بغلان مستوفیت د عوایدو د زیات والي لپاره د یو لړ پروګرامونو یادونه وکړه مولوي ملنګ د بغلان د خلکو وغوښتل چې د خپلې سوکالۍ لپاره دولت ته مالیه ورکړي دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د مالیاتو د نمانځنې اوونۍ دوام لري. ج/ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته