کابل / د تلې ۱ / باختر
د افغانستان اسلامي امارت ځواکونو د روزګان په دهراود ولسوالۍ کې د انسان تښتوونکو او قاتلانو یوه اته کسیزه ډله نیولې ده.
په روزګان کې د اسلامي امارت امنیتي مسوولین وايي یچې یادې ډلې پنځه ورځې وړاندې د عصمت الله په نوم یو تن تښتولی و او د هغه له کورنۍ یې لس میلیونه پیسې غوښتې وې؛ خو د پیسو نه ترلاسه کولو له امله یې وژلی دی.
ن/ر