امنیت

په روزګان کې د انسان تښتوونکو او شوکمارو یو باند دړې وړې شو

کابل / د تلې ۳ / باختر
په روزګان کې یوانسان تښتوونکی باند چې ویل کېږي غړي یې په انسان تښتونې او شوکماری لاس پورې کاوه د امنیتي ځواکونوپه عملیاتوکې دړې وړې شول.
پولیس وايي چې د دغه باند ۸ جګپوړي غړي نیولي دي.
د را رسېدولوخبرونوله مخې، په دغو انسان تښتوونکو پرون نا وخته دهراود ولسوالۍ په ځینوبرخو بریدونه وشول او ونیول شول.
د روزګان د پولیسو یوې سرچېنې باخترآژانس ته وویل چې نیول شویوکسانو د دغه ولایت په ځینو برخو کې د انسان تښتوونکو او شوکماریو په څو پېښوکې لاس درلود.
نیول شوي کسان په لومړنیوتحقیقاتوکې په خپل جرم اعتراف کړی دی او ویلي دي چې د شتمنوکورنیوغړي یې تښتول او د آزادولو په بدل کې یې له کورنیوڅخه یې پیسې غوښتلې.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته