ټولنه

په روزګان کې د ترينکوټ – چورې ولسوالۍ سړک بيا رغاول کېږي

کابل/ د وږي١٤مه / باختر
په روزګان کې د ترينکوټ – چوري ولسوالۍ سړک د بيا رغاونې کار پيل شو.
دا سړک په وروستيو کلونو کې د نه پاملرنې ، لوړ توناژ موټرو تګ راتګ او د جګړو له امله ويجاړ شوې دي.
د روزګان د فوايد عامې رييس مولوي نظام الدين باخترآژانس ته وويل: د ويجاړشويو سړکونو ځينې برخې او پلونه بيا رغول د ترينکوټ – چوري سړک د بيارغونې په پروژه کې شامل دي.
د دې سړک د بيارغونې کاربه شپږ مياشتې وخت ونيسي .
د مسافر وړونکو اوسوداګريزو کاروانونو چلوونکي د ترينکوټ – چوري سړک له بيا رغونې څخه خوشحالي څرګنده کړه
له بلې خوا بزګران وايي د دغه سړک په بيا رغونې سره به د دوي کرنيز محصولات په لنډ وخت او کم لګښت سره بازارونو ته اننقال شي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته