خبرونهاقتصاد

په روزګان کې د شېدو تولید زیات شوی دی

٤٧- ترینکوټ ږ سلواغۍ / ۶ /باختر
په روزګان کې د شېدو تولید زیاد شوی دی.
د ورځنیو وړاندې شویو ارقامو له مخې په روزګان کې تر ١٨٠٠ لیتره شېدې تولید کېږي .
په داسی حال کې چې تېر کال دغه شمېر زرو لیترو ته رسېده.
اوس په روزګان کې د غوا ګانو د پالنې ٥ فارمونه او په لسګونو کوچني او دودیز فارمونه شتون لري .
د روزګان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست یوه مسوول د باختر اژانس خبریال ته وویل چې په روزګان کې د غوا ګانو د پالنې د فارمونو د زیاتوالي ارقام ، د مالدارانو شېدو د تولید د نویو لارو چارو پوهاوی او د څارویو افتونو ته پاملرنه د شېدو د تولید د زیاتوالي اصلي علت دی.
هغه وویل هره ورځ تر ١٨٠٠ لیتره شېدې په روزګان کې تولیدېږي .
د روزګان تولید شوې شېدې اوس په داخلي بازارونو کې پلورل کېږي .
د روزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې د غوا ګانو د پالنې د یو فارم مالک غلام حضرت وایی چې هغه هلې ځلې کوي دوه نور فارمونه جوړ کړي .
دغه مالدار وایی د دوی تولید شوې شېدې زیات پیرودنکي لري او که وکړاى شي ډیرې شېدې تولید کړي هغه به نورو ولایتونو ته صادر کړي .
په همدې حال کې د روزګان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایی چې د غوا ګانو د پالنې او د فارمونو د جوړولو لپاره د زمینې د برابرول او مالدارانو ته د مرستې لپاره هڅه کوي .
د دغه جنوبي ولایت تولیدي شېدې لا زیاتې کړي .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته