ورزش

په روزګان کې د کرکټ سیالۍ پيل شوې

کابل / د تلې ۱۲ مه / باختر
د روزګان په مرکز ترینکوټ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ۲۱ اوریزې سیالۍ پيل شوې.
که څه هم په روزګان کې د کرکټ لوبغاړي د سیالیو په پیل کېدو خوښ دي؛ خو له کرکټ بورډ غواړي چې په دغه ولایت کې ورته معیاري لوبغالي او روزنیز مرکز جوړ کړي.
په همدې حال کې د روزګان د کرکټ بورډ مسوول خیر الله افغان وايي چې په نږدې راتلونکي کې به په دغه ولایت کې یو معیاري لوبغالی او روزنیز مرکز جوړ شي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته